په اوتاوا کښی د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی سفارت ته ښه راغلاست ! ـ
د غوښتنی عمومی شرایط
د مقتضیاتو فهرست
د فیس اندازه او د پیسو ورکولو طریقه
د سفارت آدرس و کاری اوقات
فورمی
زمونږ سره اړیکه
د غوښتنی عمومی شرایط
په اوتاوا کښی د افغانستان لوی سفارت یواځی د افغا نی اتباعو چی د کاناډا په هیواد کښی استوګنه لری ، غوښتنی د زیږیدنی، هویت او د افغانی تابعیت د تصدیق په اړه منی. د دی سفارت تر څنګ، کولای شی خپلی غوښتنی د تورانتو په ښار کښی د افغانستان جنرال قونسلی هم وسپاری. ـ
که غواړی د تورانتو په ښار کښی د افغانستان د جنرال قونسلی له طریقه غوښتنه وکړی، دا لیکه کلیک کړی. ـ
تاسو کولای شی خپلی غوښتنی د پوستی له لاری او یا هم د سفارت قونسلی څانګی ته د شخصی مراجعی له طریقه، وړاندی کړی. پوستی غوښتنی باید د غوښتونکی د هویت د تثبیت لپاره، د معتبرو اسنادو له جملی څخه (چی تفصیل یی لاندی ورکړل شوی) حد اقل یو له ځانه سره ولری. د نوموړی سند د نه موجودیت په صورت کښی، غوښتونکی باید شخصاْ سفارت ته مراجعه وکړی او دوو کسو شاهدانو لخوا بشپړی شوی د شهادت فورمی له ځانه سره راوړی. ـ
د زیږیدنی، هویت او د افغانی تابعیت د تصدیق لپاره لازم اسناد او ضروریات
ـ1. د غوښتلیک (فورمه) چی باید په بشپړه توګه ډک او لاسلیک شی . ـ
ـ2. دوه قطعی عکسونه . عکسونه باید د پاسپورت په ستندرده اندازه، نوی او سره ورته وی، او له مخامخ څخه اخیستل شوی وی تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شی. ـ
ـ3. د خپل افغانی هویت د تثبیت لپاره له لاندینیو معتبرو اسنادو څخه حداقل یو په اصلی بڼه کښی وړاندی کړی: ـ
ـ د تابعیت تذکره
ـ پاسپورټ
ـ د بهرنیو چارو د وزارت لخوا تصدیق شوی نکاحنامه
ـ په افغانستان کی پیژندل شوی اداری څخه تحصیلی و یا شغلی سند
ـ4. هغه کسان چی د خپل افغانی هویت د تثبیت لپاره له ذکر شویو اسنادو څخه یو نشی وړاندی کولای، باید شخصاْ سفارت ته راشی او د خپل هویت د تثبیت لپاره د دوه پیژندل شویو افغانانو لخوا بشپړ شوی د شهادت فورمی له ځانه سره راوړی. ـ
ـ5. په کانادا کښی د خپل اقامت حقوقی اسناد ، لکه د لندد سند، د دایمی اقامت کارت او د تابعیت سند ـ
ـ6. د خپلی اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسی نور. ـ
ـ 7. د زیږیدنی د تصدیق محصول چی باید د ټاکل شوی نورم سره سم ورکړل شی . ـ
ـ 8. هغه غوښتونکی چی غواړی تصدیق او اسناد یی بیرته د پوستی له طریقه ورولیږل شی، د 20 کاناډایی ډالرو په ارزښت د راجستری پوستی قیمت ورکړی، او یا راجستری پوستی د قیمت پرځای یو راجستر شوی پوستی پاکټ د خپل نوم او پتی په لیکلو سره، ضمیمه کړی. ـ
د زیږیدنی د تصدیق محصول او پوستی مصارف
محصول
(د اداری او بانکی مصرف په شمول)
|
غوښتنه |
ـ۶۰ کاناډایی ډالره |
د زیږیدنی تصدیق |
ـ20 کاناډایی ډالره |
د راجستری پوستی مصرف
ـ(د راجستر شوی پوستی پاکټ پر ځای چی د غوښتونکی نوم او پته پری لیکلی وی) ـ |
د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه
ـ1. د زیږیدنی، هویت یا افغانی تابعیت د تصدیق محصول او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په کاناډایی ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو وړ ندی. ـ
ـ2. د تصدیق محصول او نور ټول قنسولی مصارف د منی آرډر یا بانکی تصدیق شوی چک له لاری چی "په اوتاوا کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی. نقدی پیسی، شخصی چک و د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی. ـ
ـ3. که چیری څو غوښتنی یو ځای سپارل کیږی او د پوستی مصرف د ضمیمه کولو په صورت کښی، کولای شی یوازی یو منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک د مجموعی محصول په ارزښت جوړ کړی . ـ
ـ4. منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای مونږ ته وسپاری . ـ
د سفارت پته او کاری اوقات
د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده: ـ
له دوشنبی تر جمعی د 10 تر 1 بجو پوری او د ماسپښین د 2 تر 4 بجو پوری
د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی په روځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړلی ده. ـ
پوستی غوښتنلیکونه باید د راجستری پوستی له لاری زمونږ په پته چی په لاندی ډول ده، راولیږل شی: ـ
Consular Section
Embassy of Afghanistan, Ottawa
240 Argyle Avenue
Ottawa , ON K2P 1B9
که غواړی د سفارت موقعیت به نقشه کښی وګوری، دا لیکه کلیک کړی . ـ
دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی وی. ـ
ټولی غوښتنی د نوبت په بنسټ لیدل کیږی. هغه غوښتنلیکونه چی معلومات یی نیمګړی وی او یا لازم اسناد له ځان سره ونلری، د منلو وړ ندی. ـ
ټول هغه اصلی اسناد چی له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندی کیږی، د مراحلو له تیریدو وروسته له تصدیق سره یوځای بیرته سپارل کیږی. ـ
د زیږیدنی د تصدیق فورمی
که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ
BirthCertificateApplicationFormPashto.pdf د ز یږیدنی د تصدیق فورمه : ـ
IdentityGuarantee FormPashto.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه :ـ
پورتنی فورمی په دری، فرانسوی او انګلیسی ژپو هم موجودی دی که لاندی یی لاسته راوړی شی: ـ
په دری ژبه
BirthCertificate ApplicationFormDari.pdf د زی ږیدنی د تصدیق فورمه په دری ژبه : ـ
IdentityGuarantee FormDari.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه په دری ژبه : ـ
په فرانسوی ژبه
BirthCertificateApplicationFormFrench.pdf د زیږیدنی د تصدیق فورمه په فرانسوی ژبه : ـ
IdentityGuarantee FormFrench.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه په فرانسوی ژبه : ـ
په انګلیسی ژبه
BirthCertificateApplicationFormEnglish.pdfد زی ږیدنی د تصدیق فورمه په انګلیسی ژبه : ـ
IdentityGuarantee FormEnglish.pdf د هویت د تثبیت لپاره د شهادت فورمه په انگلیسی ژبه : ـ
که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟
د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی له څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی. ـ
د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره: ـ
+ 1-613-563-4223
د قنسولی څانګی د ایمیل پته: ـ
consular@afghanemb-canada.net
د قنسولی څانګی پوستی پته: ـ
Consular Section
Embassy of Afghanistan, Ottawa
240 Argyle Avenue
Ottawa, ON K2P 1B9
|