وکالتنامه او حصر وراثت
د غوښتنی طریقه
حضوری مصاحبه او د وکالتنامی او حصر وراثت لپاره لازم اسناد او
ضروریات
د وکالتنامی او حصر وراثت محصول او پوستی مصارف
که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟
د غوښتنی طریقه
د کانادا په هیواد کښی استوګن هیوادوال کولای شی د وکالتنامی او یا حصر وراثت د جوړولو لپاره په اوتاوا کښی د افغانستان لوی سفارت ته غوښتنه وړاندی کړی. د دی سفارت تر څنګ، کولای شی د وکالتنامی او حصر وراثت په اړه خپلی غوښتنی د تورانتو په ښار کښی د افغانستان جنرال قونسلی ته هم وسپاری ـ
که غواړی د تورانتو په ښار کښی د افغانستان د جنرال قونسلی له طریقه غوښتنه وکړی، دا لیکه کلیک کړی. ـ
د وکالتنامی او یا حصر وراثت غوښتنه د سفارت قونسلی څانګی ته د شخصی مراجعی له طریقه او یا د پوستی له لاری سرته رسیږی. د سفارت پته په لاندی ډول ده: ـ
Embassy of Afghanistan in Ottawa
(Consular Section)
240 Argyle Avenue
Ottawa, ON K2P 1B9
که غواړی د سفارت موقعیت به نقشه کښی وګوری، دا لیکه کلیک کړی
د سفارت قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو په جریان کی پرانستی ده: ـ
د دوشنبی تر جمعی ورځی پوری د 10 تر 1 بجی پوری او د 2 بجو څخه تر 4 بجو پوری
د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی په ورځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړلی ده. ـ
[return to top]
حضوری مصاحبه او د وکالتنامی او حصر وراثت لپاره لازم اسناد او ضروریات
له یاده مه باسی چی سفارت ته له راتلو څخه مخکښی زمونږ قونسلی څانګی سره د تیلفون له لاری اړیکه ونیسی تر څو د راتګ او حضوری مصاحبی لپاره درته ځانګړی وخت وټاکل شی. هغه کسان چی د مصاحبی د وخت له اخستلو څخه پرته سفارت ته راځی، یوازی په هغه صورت کښی لیدل کیږی چی د قونسلی څانګی کارکوونکی اضافی وخت ولری. ـ
سفارت ته د راتلو په وخت، د خپلو ټولو لازمو اسنادو او ضروریاتو راوړل مه هیروی. د حصر وراثت او وکالت نامی غوښتونکی باید له ځان سره دوه بالغ نارینه کسان د شاهدانو په توګه راولی. ـ
په قونسلی دفتر کښی به له غوښتونکی او د هغه له اقرارکوونکو او شاهدانو سره به د قنسول لخوا مصاحبه سرته ورسیږی. معمولاً د دی مصاحبی په پای کښی وکالتنامه یا د حصر وراثت فورمه صادریږی. په ځینی مواردو کښی غوښتونکو څخه هیله کیږی ترڅو په بله ټاکلی ورځ بیرته سفارت ته راشی او خپله وکالتنامه یا د حصر وراثت فورمه لاسته راوړی. که مراجعین وغواړی، په هغه صورت کښی چی د دوی بیرته راتګ ته ضرورت نه وی، سفارت کولای شی د دوی وکالتنامه یا د حصر وراثت فورمه او نور اسناد د پوستی له لاری ورته ولیږی چی په هغه صورت کښی بیا باید د راجستری پوستی مصرف، د ټاکل شوی نورم سره سم، سفارت ته وسپاری. البته مراجعین کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم و بشپړه پته یی پری لیکل شوی وی، سفارت ته وسپاری. ـ
د وکالتنامی او حصر وراثت لپاره لازم اسناد او ضروریات
د وکالتنامی غوښتونکی باید لاندی ا سناد او ضروریات وړاندی کړی: ـ
ـ1. د وکالتنامی فورمه چی دواړه ورقی یی باید په بشپړه توګه ډ کی او لاسلیک شی . ـ
ـ2. دوه بالغ افغان الاصل نارینه د شاهدانو په توګه. هر شاهد باید له ځانه سره دوی قطعی عکسونه او د خپل د هویت او اوسنی پتی د تثبیت لپاره لازم اسناد ر اوړی. ـ
ـ3 . وکیل – هغه شخص چی وکالتنامه یی په نوم صادریږی. چی چیری خپله وکیل حاضر نه وی، د هویت د تثبیت اسناد یی او هم د وکیل کیدو په هکله یی کتبی موافقه باید راوړله شی. ـ
ـ4 . که وکالتنامه د مځکی یا جایداد په اړه وی، د نوموړی مځکی یا جایداد اربعه حدود او نور تفصیلات باید وړاندی شی. ـ
د حصر وراثت غوښتونکی باید لاندینی اسناد او ضروریات وړاندی کړی: ـ
ـ1 . د حصر وراثت فورمه چی دواړه ورقی یی باید په بشپړه توګه ډکی او لاسلیک شی. ـ
ـ2. دوه بالغ افغان الاصل نارینه د شاهدانو په توګه. هر شاهد باید له ځانه سره دوی قطعی عکسونه او د خپل د هویت او اوسنی پتی د تثبیت لپاره لازم اسناد ر اوړی. ـ
ـ3 . د اړوند میراث په هکله لازم اسناد. ـ
له پورتنیو خاصو اسنادو څخه سربیره، د وکالتنامی او حصر وراثت ټول غوښتونکی باید همدارنګه لاندینی اسناد او ضروریات وړاندی کړی: ـ
ـ1. دوی قطعی عکسونه . عکسونه باید د پاسپورت په ستندرده اندازه، نوی او سره ورته وی، او له مخامخ څخه اخیستل شوی وی تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شی. ـ
ـ2. د خپل هویت د تثبیت لپاره یو معتبر سند په اصلی بڼه کښی . ـ
ـ3. په کانادا کښی د خپل اقامت حقوقی اسناد ، لکه د لندد سند، د دایمی اقامت کارت او د تابعیت سند ـ
ـ4. د خپلی اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسی نور. ـ
ـ5. د وکالتنامی یا حصر وراثت محصول چی باید د ټاکل شوی نورم سره سم ورکړل شی . ـ
ـ6. هغه غوښتونکی چی غواړی وکالتنامه یا حصر وراثت او اسناد یی بیرته د پوستی له طریقه ورولیږل شی، د 20 کاناډایی ډالرو په ارزښت د راجستری پوستی قیمت ورکړی، او یا راجستری پوستی د قیمت پرځای یو راجستر شوی پوستی پاکټ د خپل نوم او پتی په لیکلو سره، ضمیمه کړی. ـ
نوت: دوکالتنامی او حصر وراثت غوښتونکی کولای شی چی خپل غوښتون لیکونه دپوستی له لاری راولیژی.ـ
[return to top]
د وکالتنامی او حصر وراثت محصول او پوستی مصارف
*All charges are in Canadian dollars
محصول
(د اداری او بانکی مصرف په شمول) |
غوښتنه |
ـ 135 کاناډایی ډالره |
وکالتنامی |
ـ 135 کاناډایی ډالره |
د حصر وراثت فورمه |
ـ20 کاناډایی ډالره |
د راجستری پوستی مصرف
(د راجستر شوی پوستی پاکټ پر ځای چی د غوښتونکی نوم او پته پری لیکلی وی) |
د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه
ـ1. د وکالتنامی او حصر وراثت محصول د نورو ټولو قنسولی مصارفو په څیر یوازی په کاناډایی ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو وړ ندی. ـ
ـ2. د وکالتنامی او حصر وراثت محصول د نورو ټولو قنسولی مصارفو په څیر د منی آرډر یا بانکی تصدیق شوی چک له لاری چی "په اوتاوا کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی. نقدی پیسی، شخصی چکو د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی. ـ
ـ3. که چیری د څو وکالتنامی او حصر وراثت غوښتنه کیږی د پوستی مصرف د ضمیمه کولو په صورت کښی، کولای شی یوازی یو منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک د مجموعی محصول په ارزښت جوړ کړی . ـ
ـ4. منی آردر یا تصدیق شوی بانکی چک باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای مونږ ته وسپاری .
[return to top]
د غوښتنی فورمی
[WAKALAANAMAFORM.PDF] د وکالتنامی فورمه : ـ
[INFORMATION.PDF] دوکالتنامی معلومات دویمه پانه ـ
[HASREWARAASATFORM.PDF] د حصر وراثت فورمه: ـ
[HASREWARAASATFORM.PDF] د حصر وراثت معلومات دویمه پانه ـ
[return to top]
که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟
د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی. ـ
د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره: ـ
+ 1-613-563-4223
+ 1-613-563-4265
+ 1-613-680-0066
د قنسولی څانګی د ایمیل پته: ـ
consular@afghanemb-canada.net
د قنسولی څانګی پوستی پته: ـ
Embassy of Afghanistan, Ottawa (Consular Section)
240 Argyle Avenue
Ottawa, ON K2P 1B9
[return to top]
|